پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

ننګرهار کې د ګوزڼ ضد واکسين پر وړاندې ستونزې شته
نیټه: Mon, 07 May 2018 13:49:01 +0000

ننګرهار د عامي روغتیا مسؤلین وايي ددې ولایت  په ځینو ولسوالیو کې به ماشومان د پولیو واکسین څخه پاتې شي.
د عامي روغتیا مسؤلینو دا څرګندونې په ختیځ کې د پولیو واکسینو د کمپیان د پیل په مراسمو کې وکړي .
دغه مسؤلین وايي چې د پولیو ویروس په لمنځه وړولو کې یې هڅې کړندۍ کړي خو د کورنیو او  خلکو څخه د همکاري غوښتنه کوي.

د ننګرهار عامې  روغتیا ریاست مسولین وايي چې  د نا امنیو له امله  ددې  ولایت په پنځو ولسوالیو کې به لسګونه ماشومان له واکسینه بې برخې  پاتي شي. 
د ننګرهار عامې روغتیا ریاست مسولین وايي پچیراګام ،کوټ ،خوګیانو، هسکه مینه او د اچین ولسوالۍ په  ځینو سیمو کې به ماشومان له واکسینه پاتي شي. 
ننګرهار د عامې روغتیا ریس ډاکټر نجیب الله کاموال وايي هڅه به وکړي چې یادو ولسوالیو ته هم د رضا کارانو پرمټ واکسین ورسوي. 
هغه چې د پولیو واکسین د دري ورځنيي کمپاین د پرانستې پرمهال خبرې کولي  وویل چې  ختیځه سیمه اوس هم د پولیو ویروس ترګواښ لاندې ده. 
د کاموال پر وینا په ټول هیواد کې د پولیو اوه مثبتي پيښې ثبت شوي چې دري يې په ختیځه سېمه کې دي.

کاموال د دیني علماو او له کورنیو غوښتنه  وکړه چې د پولیو واکسین په تطبیق کې دې ورسره همکاري وکړي. 
د حج او قافو  ریاست د مساجدو عمومي ریس مولوي ګل نبي د مساجدو له ملا امامانو وغوښتل چې  کورنیو ته  د پولیو واکسین د ګټو   په هلکه دې معلومات ورکړي.  
ګل نبي د حج او قافو ریاست  د مساجدو عمومي ریس
د پولیو  واکسینو کمپاین دا لړۍ ماشومانو ته د دوه څاڅکو په ورکړي سره پیل شو چې په خیتځه سیمه کې ددری ورځو لپاره روانه اوسي. 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته