پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

په فارياب کې ۴۱ وسله وال طالبان وژل شوي
نیټه: Tue, 08 May 2018 11:22:01 +0000


 
د فارياب امنيتي سرچينې وايي چې د ياد ولايت په المار او پښتونکوټ ولسواليو کې د امنيتي او هوايي ځواکونو په عملياتو کې لږ تر لږه ۴۱ طالبان وژل شوي او يو شمېر ټپيان دي.
د هېواد په شمال کې د کومانډو قطعې وياند احمد جاوېد سليم وويل چې د فارياب د پښتونکوټ ولسوالۍ د سر حوض سيمې په يکه توت کلي کې د امنيتي ځواکونو په ځمکنيو او هوايي عملياتو کې د قاري شاکر په نوم د يوه ډلمشر په ګډون ۳۰ طالبان وژل شوي او درې نور نيول شوي دي.
نوموړي دغه راز وويل چې اوسمهال په سيمه کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ جګړه روانه ده او زياته يې کړه چې په یاده سيمه کې يو شمېر طالبان د امنيتي ځواکونو له خوا کلابند شوي دي.
له بلې خوا ځينې امنيتي سرچينې وايي، تېره شپه د المار ولسوالۍ په چغاتک سيمه کې امريکايي او افغان ځواکونو په هوايي بريد کې ۱۱ طالبان وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان دي.
د المار امنيې قوماندان محمدحنيف هم دغه خبر تاييد کړ او ويې ويل چې په ياده ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ په نښته کې د ولسي پاڅونوالو په چارو کې د جنرال عبدالرشيد دوستم د استازي نظام الدين قيصاري يو قوماندان نقيب الله کاريزي هم وژل شوی او درې نور ټپيان دي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته