پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

ننګرهار کې ټرافیکي پېښې ۵ تنه مړه او ۷ ټپیان کړې
نیټه: Tue, 08 May 2018 12:18:29 +0000

 

د ننګرهار د روداتو ولسوالۍ اړوند د جلال اباد- تورخم لویې لارې په اوږدو کې د دوو موټرو د ټکر له امله ١٢ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوږياڼي وويل چې پېښه نن سهار شاوخوا ۷ بجې په سرخ دېوال سيمه کې د دوو کرولا موټرو د ټکر او اوښتو له امله رامنځته شوې ده.
دی وايي چې په پېښه کې د يوې ښځې او درېیو ماشومانو په ګډون پنځه کسان مړه شوي او اووه نور ټپيان دي.
هغه وايي چې د پېښې ټول قربانیان د جلال اباد حوزوي روغتون ته لېږدول شوي او زیاتوي چې د ټپیانو روغتیايي وضعیت د ډاډ وړ دی.
د يادونې ده، ډېرى مهال دغه شان پېښې د موټر چلوونکو د بې احتياطۍ او د سړکونو د خرابوالي له امله رامنځته کېږي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته