پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

وسله والوطالبانو یوه ستراتیژیکه سیمه نیولې
نیټه: Tue, 08 May 2018 12:35:04 +0000

 

د فارياب ځايي چارواکي وايي چې وسله والو طالبانو د دغه ولايت په بلچراغ ولسوالۍ کې يوه ستراتيژيکه سيمه نيولې او۱۰ امنیتي سرتېري وژل شوي ۱۴ ټپيان دي او ۳۰ نور طالبانوله ځانه سره بيولي دي
د افغانستان د جمعيت اسلامي ګوند اړوند د ولسي پاڅون کوونکو يوه قوماندان دادالله چې په دادي مشهور دی وويل چې پر درازکوف او دوربين لرونکو وسلو سمبال طالبانو تېره شپه د بلچراغ ولسوالۍ په کوليان سيمه له څلورو لورو بريد وکړ او جګړه د سهار تر درې نيمو بجو روانه وه.
د بلچراغ ولسوال عبدالجميل صديقي هم د کوليان سيمې سقوط او د دولتي ځواکونو مرګ ژوبله او نيول کېدل تاييد کړل او زياته يې کړه چې طالبانو ته هم درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.
د فارياب د ولايتي شورا مرستيال صبغت الله سېلاب پر حکومت نيوکه وکړه او وايي چې د شپې مو څو ځلې د ملي امنيت له مشر معصوم ستانکزي، د قول اردو له قوماندان او نورو چارواکو سره اړيکې ونيوې او د مرستې غوښتنه مو ترې وکړه چې په بلچراغ کې د غميزې رامنځته کېدو مخه ونيسي، خو اقدام يې ونه کړ.
سېلاب وويل چې طالبانو د کوليان سيمې په نيولو سره د ولسي پاڅونوالو د قوماندان دادالله او څو نورو کسانو کورونه سوځولي دي.
د فارياب ځايي سرچينې وايي چې د بلچراغ ولسوالۍ د کوليان سيمه لږ تر لږه ۱۰کلي لري او ۲۰ امنيتي پوستې په کې ځای پر ځای دي.
له بلې خوا د فارياب ولايتي شورا مشر محمد طاهر رحماني د اندېښنې په څرګندولو سره وايي چې د بلچراغ ولسوالۍ د کوليان سيمې د سقوط په پېښه کې دولتي ځواکونو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې او د ولسي پاڅونوالو د قوماندان، دادالله ډېره اندازه وسلې او پوځي تجهيزات هم د طالبانو لاس ته ورغلي دي.
احمدي ادعا کړې چې په یاده سیمه کې لسګونه دولتي سرتېري وژل شوي او د هغوی وسلې او مهمات یې هم ترلاسه کړي دي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته