پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

ننګرهار کې دبهرنیانوپه ګډون ۱۹ طالبان وژل شوي
نیټه: Tue, 08 May 2018 12:54:41 +0000


 
د ننګرهار چارواکي وايي چې د دغه ولایت په مومند درې ولسوالۍ کې د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو د عملياتو پر مهال د پنځو قوماندانانو او اوو بهرنيانو په ګډون ۱۹ طالبان وژل شوي دي.
بلخوا د سيمې خلک وايي چې په عملياتو کې دوه ملکي وګړي هم وژل شوي او ځیني نور د ملي امنیت ځواکونو له ځان سره بیولي دي.
د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي وويل چې د ملي امنيت ځانګړو ځواکونو د مومند درې ولسوالۍ په بیلې سیمه کې د وسله والو طالبانو پر نظامي مرکزونو عملیات ترسره کړي دي.
دی وايي چې د عملياتو په ترڅ کې د پنځو سرګروپانو په ګډون ۱۹ وسله وال طالبان وژل شوي چې اووه يې پاکستانيان دي.
هغه زياتوي چې په وژل شوو وسله والو طالبانو کې د ارشاد مشهور په حاجي، شمالي، قاري جنت مشهور په قاري عمر،  ثاقب او افریدي په نومونو قوماندانان هم شامل دي .
د خوږياڼي په وينا، یادو وسله والو طالبانو پلان درلود چې د مومنددرې او بټي کوټ ولسوالیو پر دولتي ودانيو ډله ییز بريدونه وکړي چې موخې ته له رسېدو مخکې یې پلان شنډ شو.
د والي ویاند وايي، په ترسره شوو عملیاتو کې پنځه میله پیکا، ۴ میله راکټ، ۹ کلاشینکوفونه، ۸ ایکم مخابرې، شل د راکټ مرمۍ، ۹ ماینونه، سل متره د ماینونو لین، د پیکا اته شریدونه او په لوی مقدار سره مهمات او چاودېدونکي توکي هم ځواکونو لاسته ورغلي دي.
بلخوا د سيمې اوسېدونکي وايي چې د عملياتو پر مهال دوه ملکي وګړي هم وژل شوي او څلور نور يې له ځان سره وړي دي.
قومي مشر ملک اميرخان وايي، وړل شوي ملکيان مېلمانه وو او د يوې مېلمستيا لپاره راغلي و چې د ملي امنيت ځواکونو له ځان سره بيولي دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته