پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

جلال اباد حوزوي روغتون کې د فساد په اړه د شويو ادعاو دوسیې څارنوالۍ ته ولېږل شوې
نیټه: Tue, 08 May 2018 13:53:02 +0000

 

د ننګرهار د عامي روغتیا روغتون پرمسؤلینو د یو مارچېچلې ماشوم په درملنه کې د ناغیړۍ له امله د شوو نیوکو وروسته دوی خپل سپیناوي کوي. 
د روغتون مسؤلين وايي دناروغ په درملنه کې يې هېڅ ډول ناغیړي نه ده کړي. 
دوی هغه نیوکي هم ردوي چې ګنې د حوزوې روغتون اړوند ډاکټرانو بستونه حیف و میل شوي . 
ورورسته له هغې چې په ننګرهار کې دیو سیمه ایز ټلویزیون خبریال د ننګرهار په حوزوې روغتون کې د یو مارچيچلي ماشوم په درملنه کې د یاد روغتون  د ډاکټرانو د بې پروايي په تړاو راپور خپور شو ورسره سم دټولنیزو رسنیو کارکوونکو د عامې روغتیا ریاست د مسؤلینو او د حوزوې روغتون د چارواکو پر وړاندې غبرګونونه وښودل او دوی يې په خپلو چارو کې پاتي وبلل. 
خو دعامي روغتیا ریاست چارواکو په یوه خبرې کنفرانس دیاد ماشوم په درملنه کي د ناغیړۍ خبره رد کړه او دماشوم په زخم کې شوې چينجې يې لاروا وبلله چې په وینا يې دا د زخم سره تړلي خبره  ده .
په دې خبرې کنفرانس کي دعدليي طب مسؤلینو هم ګډون کړی و او ويي ويل چې د دوی موندنې ښایي چې د یاد ماشوم په درملنه کې هیڅ ډول بې پروايي نه ده شوې بلکې د ماشوم ژوند ژغورل شوی .
د عامي روغتیا ریس په دې خبرې کنفرانس کې هغه ادعا هم په کلکه رد کړه چې ګني دعامي روغتیا ریاست او حوزوې روغتون اړوند دوه سوه بستونه دروغتون دمسؤلینو له لوري حیف میل شوي .
دوي وايي دا موضوع يې څارونوالۍ يې ته سپارلي او د شوي ادعاو سپیناوي به کوي.  
دننګرهار دعامي روغتیا ریاست په چارواکو دانیوکي په داسي حال کي کيږي چي تر دی پخوا هم حوزوی روغتون ته راغلو ناروغانو دروغتون دډاکټرانو دناسم چلند او دوي ته دنه پاملرني شکایتونه کړي
او ډير کله ناروغان اړ کيږي چي دحوزوي روغتون پرځاي خپل ناروغان شخصي روغتونونو ته یوسي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته