پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

په بادغيس کې ټاکنو د نوم ليکنې په مرکز بريد ۶ سرتیرې وژلې
نیټه: Wed, 09 May 2018 11:55:17 +0000

 

 
 د بادغيس ولايت په مرکز کې د ټاکنو لپاره د نوم ليکنې پر مرکز په وسله وال بريد کې د ملي اردو شپږ سرتېري وژل شوي او شپږ نور ټپيان دي.

د بادغيس د ولايتي شورا مشر عبدالعزيز بېک وويل، د دولت د وسله والو مخالفينو تېره شپه شاوخوا ١٢ بجې د ولايت د مرکز اړوند په لامان سيمه کې د رايې ورکوونکو د نوم ليکنې پر مرکز بريد وکړ او ياده مرګ ژوبله يې واړوله.

هغه وايي چې د ملی اردو ځواکونه له همدې مرکز سره پوسته لري او بريدکوونکو د ملي اردو يو سرتېرى ژوندى هم نيولى دى.

وسله والو طالبانو ويلي چې تېره شپه يې د بادغيس مرکز کې د ملي اردو پر دوو پوستو په بريد کې د ملي اردو ٧ تنه وژلي، دوه يې ټپيان کړي او يو يې نيولى دى.

تر اوسه په بادغيس، ننګرهار، غور، سمنګان، خوست، لوګر او کابل ولايتونوکې د نوم ليکنو پر مرکزونو په بريدونو کې  ١٠٣ تنه وژل شوي او ١٧٣ نور ټپيان دي.

د دغو بريدونو تر ټولو خونړی د کابل په دشت برچي سيمه کې و چې ٥٧ کسان په کې ووژل شول او ١١٩ نور ټپيان شول.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته