پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

بادغيس کې هوايي بريد ۶ پولیس وژلي
نیټه: Wed, 09 May 2018 12:33:34 +0000

 
 
ځينې سرچينې وايي، د بادغيس ولايت په مقر ولسوالۍ کې په تېروتنې سره پر سيمه ييزو  پوليسو په هوايي بريد کې شپږ پولیس وژل شوي دي.

د بادغيس د ولايتي شورا غړي فريد اخي زي وويل چې دغه شپږ سيمه ييز پوليس چهارشنبه شاوخوا ١١ بجې د مُقر ولسوالۍ په سنګه خير سيمه کې له خپلې پوستې څخه چېرته روان وو چې د جېټ الوتکو تر بريد لاندې راغلل.
دى وايي، کېداى شي دغه الوتکې په افغانستان کې د مېشتو بهرنيو ځواکونو وي او پر يادو کسانو يې د دولت د وسله والو مخالفينو ګومان کړى وي ځکه چې وژل شويو کسانو پوځي جامې نه لرلې او هغه ملکي جامې يې پر تن وې چې د دولت وسله وال مخالفين يې هم اغوندي.

 بهرنيو ځواکونو تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ويلي.

 د بادغيس د امنيه قوماندانۍ وياند سرور داوري، په ياده سيمه کې هوايي بريد تاييدوي، خو وايي چې تر دې دمه يې په اړه جزييات نه لري.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته