پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

دافغانستان دیني عالمان درې اړخیزه ناسته کې دګډون په موخه جاکارتا ته ورسېدل
نیټه: Wed, 09 May 2018 13:35:52 +0000

  

 افغانستان د ديني عالمانو شل کسيزه ډله په هېواد کې د سولې او ثبات په تړاو جوړېدونکي درې اړخيزه ناسته کې د ګډون په موخه د اندونيزيا هېواد مرکز جاکارتا ته ورسېده.

ټاکل شوې چې د را روانې جمعې په ورځ د افغانستان، پاکستان او اندونيزيا ۶۰ ديني عالمان په افغانستان کې د جګړې ختمولو ته د حل لارې پيدا کولو په موخه د اندونيزيا په پلازمېنه جاکارتا کې غونډه وکړي.

په دې غونډه کې د ګډون په موخه د افغانستان د ديني عالمانو شل کسيزه ډله د مولوي قيام الدين کشاف په مشرۍ جاکارتا ته رسېدلې ده.

په دغه کنفرانس کې د اندونیزیایي عالمانو تر څنګ د پاکستان د حقانیه مدرسې، د پېښور جامعه عثمانیه، د کراچۍ جامعه بنوري او د وفاق المدارس عالمان هم ګډون کوي.

په غونډه کې به په افغانستان کې د سولې پر اهمیت او د جګړې پر څرنګوالي بحث وشي.

د اړوندې موضوع په اړه څلور ورځې وړاندې د افغانستان د سولې عالي شورا وياند سيد احسان طاهري ويلي وو چې په دې ناسته کې به د اسلام د مبين دين په رڼا کې هغه فتوا ګانې وڅېړل شي چې د افغان دولت پر ضد د جګړې روا والي لپاره له افغانستانه د باندې ورکول کېږي.

نوموړي دغه ناسته د افغانستان لپاره مهمه بللې وه او ويلي يې وو چې د يادې ناستې په پای کې به د درېيو هېوادونو د ديني عالمانو له خوا ګډه اعلاميه هم صادره شي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو له ديني عالمانو څخه غوښتي وو چې په دغه درې اړخيزه ناسته کې دې برخه نه اخلي.

د طاهري د معلوماتو له مخې، ټاکل شوې ده چې د افغانستان د جګړې ختمولو لپاره د حل لارې موندلو په موخه د روان کال په چنګاښ مياشت کې د عربستان په جدې ښار کې هم د اسلامي نړۍ د عالمانو غونډه جوړه شي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته