پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

کابل ښارپه دوو امنیتي حوزو د وسله‌والو بریدونه پای ته ورسېدل
نیټه: Wed, 09 May 2018 13:49:31 +0000

 

پوليس وايي، د کابل ښار پر ۱۳مه امنيتي حوزه برید د دوو پوليسو او دوو بريدګرو په وژل کېدو پای ته ورسېد، خو د کابل د نوي ښار د برید په ساحه کې چاڼیز عمليات دوام لري.

نن غرمه شاوخوا ۱۲ بجې د کابل په شهر نو سيمه کې د پوليسو له لسمې حوزې سره نږدې چاودنه رامنځته شوه.

په دې اړه تر اوسه نور جزييات نه دي په ډاګه شوي، ځکه سيمه د امنيتي ځواکونو تر سختې کلابندۍ لاندې ده او چارواکو هم تر اوسه په دې اړه خبريالانو ته معلومات نه دي ورکړي.

خو هغه زياته کړه چې د پوليسو پر ۱۳مه حوزه بريد هم د دوو پوليسو او دوو بريد کونکو په وژل کېدو او دوو پوليسو په ټپي کېدو سره پای ته ورسېد.

نوموړي وويل چې د حوزې په دننه کې له شاوخوا يو ساعت وروسته دوه ځانمرګي بريد کونکي ووژل شول او جسدونه يې د حوزې په داخل کې پراته دي، خو يو بل بريد کونکی بې درکه دی.

د هغه په وينا، سپين رنګه کرولا موټر لا هم په کوڅه کې ولاړ دی.

د عامې روغتيا وزارت وياند وحيد مجروح ويلي چې د کابل له ننيو دوو پېښو څخه روغتونونو ته شپږ ټپيان ور وړل شوي دي.

د راپورونو له مخې د يادو دواړو بريدونو مسووليت داعش ډلې پرغاړه اخيستی.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته