پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

افغان ځواکونو له طالبانود بلچراغ ولسوالۍ بېرته نیولې
نیټه: Thu, 10 May 2018 10:11:58 +0000

 

په شمال کې امنیتي سرچینې وايي چې د فاریاب د بلچراغ ولسوالۍ بېرته له طالبانو نیول شوې ده.
د افغانستان دفاع وزارت وايي، د بلچراغ ولسوالۍ د بیرته نیولو په عملیاتو کې ۲۲ طالب وسله وال وژل شوي او ۷ تنه نور ټپیان شوي دي.
د فاریاب ولایتي چارواکو هم د طالبانو څخه د بلچراغ د ولسوالۍ د نیولو خبر ورکړی او ویلي دي، چې وسله والو طالبانو د دغې ولسوالۍ ودانۍ ته زیان رسولی د
ځايي سرچینې هم وايي چې کومانډو ځواکونه د ولسي پاڅون کوونکو په چارو کې د ولسمشر د لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم د استازي نظام الدین قیصاري له کسانو سره یو ځای د دې ولسوالۍ مرکز ته دننه شوي دي.
خو د دې سرچینې په خبره، لا هم طالبان د ولسوالۍ د بازار شاوخوا، په توغلمست او کولیان سیمو کې شتون لري.
د طالبانو ځايي سرچینو هم ویلي چې له جګړې پرته یې د ولسوالۍ مرکز پرېیښی دی.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته