پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

چین: غواړي د ایران اټمي توافقې ته ژمن پاتې شي
نیټه: Thu, 10 May 2018 10:53:02 +0000

 
 
چین ویلي، د ایران له اټمي توافقه د امریکا له وتلو سره- سره غواړي دغه تړون ته ژمن پاتې شي.
دغه هېواد تهران ته ډاډ ورکړی چې د ایران د تیلو د صادراتو د یو په درېیمه برخې اخېستلو ته به دوام ورکړي.
چین دا مهال د ایران د تیلو نېژدې یو په درېیمه برخه صادرات اخلي.
چین د هغو سترو قدرتونو چې له ایران سره یې اټمي موافقه لاسلیک کړې وروستی هېواد و چې د مې پر ۹مه نېټه یې ایران ته ډاډ ورکړ چې دغه اټمي تړون ته به درناوی وکړي.
د ایران له اټمي تړونه د امریکا وتل او پر تهران د نویو بندیزونو لګول به تر ډېره د ایران د تیلو پر سکتور اغېز وکړي چې د اقتصاد پوهانو د اټکل له مخې چې د ایران د تیلو تولید چې په ورځ کې نېژدې څلور میلیونه بېرله ته رسېږي، ښایې له ۲۰۰۰۰۰ تر۶۰۰۰۰۰ بېرلو پورې په ورځ کې کموالی په‎کې راشي.
خو چین ایران ته ډاډ ورکړی چې د تېر په څېر به د دغه هېواد د تیلو لویه برخه واخلي.
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند جینګ شوانګ
وویل، چین چې د کلونو راهیسې د ایران یو نېږدې اقتصادي شریک پاتې شوی، تر دې وروسته به هم له دغه هېواد سره د نړیوالو نورمونو په مراعتولو سره دغې همکارۍ ته دوام ورکړي.
د چین دولتي خبري آژانس دغه راز د منځني ختیځ لپاره د چین ځانګړي استازي له ایراني چارواکو سره تر لیدو وروسته ویلي چې څو اړخېز تړون ډېر جدي او مهم دی.
لکه چې مخکې وویل شول، چین د ایران د تیلو تر ټولو لویه برخه پېري، نور پاتې برخه یې د اسیا نور هېوادونه لکه جاپان او جنوبي کوریا اخلي چې دوی هم اشاره ورکړې چې د امریکا د پریکړې سره-سره به له ایران سره خپلې سوداګرۍ ته دوام ورکړي.
ټرمپ تیره چهارشنبه په واشنګټن کې خبریالانو ته ویلي زه په کلکه ایران ته توصیه کوم چې خپل اټمې پروګرام شروع نه کړي،که يي شروع کړل نوله سختو عواقبوسره به مخامخ شي.

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته