پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

طالبانو د نوم لیکنې پر یوه مرکز برید کړی
نیټه: Thu, 10 May 2018 11:29:32 +0000

 
دغور ولایت امنیتي سرچینو ویلي د یادولایت په مرکز فیروزکوه کې د طالبانو له لوري د نوم لیکنې پر یوه مرکز برید کې څلور طالبان وژل شوي او دوه امنیتي سرتېري ټپيان شوی دي.
د غور د پولیسو ویاند محمد اقبال نظامي وایي چې طالبانو تېر مازدیګر د فیروزکوه ښار اړوند په کمراب کلي کې د نوم لیکنې پر یو مرکز برید وکړ.
نوموړی زیاتوي چې د دغه برید په پایله کې څلور طالبان ووژل شول او دوه امنیتي سرتېري ټپیان دي.
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو څه موده مخکې د فیروزکوه ښار په الله یار کلي کې د نوم لیکنې پر مرکز هم برید کړی و او د نوم لیکنې د درېیو کار کوونکو او دوو پولیسو د تښتولو تر څنګ یې د یاد مرکز ټول توکي سوځولي وو.

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته