پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

بټي کوټ کې پاڅونوال د حکومت څخه وسلې غواړي
نیټه: Thu, 10 May 2018 12:11:09 +0000
 
 
دبټي کوټ ولسونه د وسله والو طالبانو د مقابلي لپاره د امنيتي ځواکونو ملاتړ او مهمات غواړي
 دوی وایي ولس د وسله والو مخالفینو څخه په تنګ شوي نو ځکه خو یي پر وړاندې پاڅون کولو ته مجبور شول امنیتي مسؤلين بیا د بټي کوټ ولسوالۍ ولسونو ته د ملاتړ ډاډ ورکوي.
د بټي کوټ ولسوالۍ د چهاردهۍ په کلي کې تیره ورځ دلته ځای اوسیدونکو د وسله والو طالبانو پر وړاندې پاڅون وکړ ځايي اوسيدونکی وایي وسله والو طالبانو یې دلته ژوند تریخ کړی وو نو ځکه خو یې پر وړاندې پاڅون کولو ته مجبور شول.
 دوی دوسله والو طالبانو دمقابلي لپاره د امنیتي ځواکونو ملاتړ او مهماتو غوښتنه کوي.
 دوی وایي کليوالو یې د لسانس ترکچی زده کړې کړي خو د طالبانو له ويرې په هیڅ دولتي اداره کې دنده نشي اخیستي.
دوی وایي هغوې چې دولتي ادارو کې دندې لرلي ځينې یې طالبانو وژلي او  ګڼ شمير نورو بیا خپلو کورونو پرېښودوته اړ شوي دي .
 امنیتي مسؤلین چې ددې سیمې د پاڅونکوونکو دملاتړ لپاره دې ولسوالۍ ته راغلي ځایي پاڅونکوونکو ته دهر ډول مرستې ډاډ ورکوي.
 دوی وایي ځایي پاڅون کوونکي به په وسلو اومهماتو سمبالوی او د اړتيا پر وخت به یي امنیتی ځواکونه څنګ په څنګ ملاتړ کوي. 
 تيره ورځ د بټي کوټ ولسوالۍ په چهاردهۍ کلي کې وسله والو طالبانو غوښتل چې د قاري حمیدالله يو تن چې يوځل پخوایي هم د طالبانو پر وړاندې ولسونه پاڅون کولو ته هڅولې وو له کلي يوسي او وېی وژني چې کلیوالو یي د مخنيوي لپاره له طالبانوسره په جګړې لاس پوري کړ چې د ځایي اوسیدونکو په وینا چې په جګړه  کې ۱۴ تنه پاڅون کوونکي وژل شوي او څلور تنه نور ټپیان شوي او دوسله والو طالبانو هم دوه تنه ټپيان شوی وو.
 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته