پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

ننګرهارکې ۱۳۶ میله بیلابیل ډوله وسلې ډایاک ته وسپارل شوې
نیټه: Thu, 10 May 2018 13:11:04 +0000
 
دننګرهار امنيه قومندانۍ مسؤلینو ۱۳۶ ميله بېلابېل ډوله وسلې د بې وسلې کولو پروکرام ته وسپارلي.
 داوسلې او مهمات د تېرو څلورو میاشتو په اوږدو کې د امنيه قومندانۍ پولیسو د ناقانونه وسله والو جنایي مجرمینو او تروريستي ډلو څخه ترلاسه کړي.
 د امنيه قومندانۍ مسؤلينو د يو خبرې کنفرانس پرمهال وويل چې دا ۱۳۶مېله بېلابېل ډوله وسلې یې د جلال اباد ښار او ولسواليو کې ترلاسه کړي چې په تور یې۱۸۸ کسان هم نيول شوي. 
 په ختيځ زون کې د ډاياک يا بې وسلې کولو پروګرام مسؤلین وایي چې د امنیه قومنداني له لورې دوی ته سپارل شوي وسلې به ترمیموي او له ترمیم وروسته به یې افغان امنيتي ځواکونو ته وسپاري چې د جګړې پرمهال ترې ګټه پورته کړي.
د ډایاک یا بې وسلې کولو پروګرام مسؤلین وايي چې سږ کال يې په ټول ختیځ زون کې ۳۰۰ ميله وسلې راټولي کړي چې ټولې يې په خپل وخت دفاع وزارت ته سپارلي. 
دیادونې وړ ده چې په ۱۳۹۶ کال کې هم دننګرهار امنیه قومندانۍ پولیسو ۱۳۷ مېله بېلابېل ډوله سپکې او درنې وسلې او مهمات د ملي دفاع وزارت اړوند دډایاک پروګرام ته سپارلي وي. 
 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته