پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

بټي کوټ کې ۱۲ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته
نیټه: Fri, 11 May 2018 10:34:42 +0000
 
 
رهار ولايت چارواکي وايي چې بټي کوټ ولسوالۍ کې  يې د عملياتو پرمهال ۱۲ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوږياڼي رسنیوته وويل د بټي کوټ ولسوالۍ په مربوطاتو کې يې د پیل شوو عملیاتو په ترڅ کې د تېرو څلرویشت ساعتونو پر مهال دوولس وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
هغه زياته کړه، په دغو چاڼيزو عملياتو کې ۵ وسله وال طالبان وژل شوي او ۷ نور ټپیان دي.
د خوږياڼي په وينا،په پیل شوو عملیاتو کې ملي اردو، سرحدي ځواکونه، ملي پولیس، ملي امنیت او ولسي پاڅون کوونکي ګډون لري او همداراز د بهرنیو ځواکونو هوایي او توپچي یې هم حمایت کوي.
دی وايي، د ترسره شوو عملیاتو پر مهال یو د وسایطو ضدماين هم کشف او له منځه وړل شوی دی.
د والي وياند ‌‌‌‌‌‌ډا‌‌‌‌‌‌ډ ورکړ چې دغو عملياتو کې د سيمې خلکو او امنيتي ځواکونو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
وسله والو طالبانو بيا په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.
 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته