پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

عبدالله: د ځينو کسانو له لوري د ټاکنو پر کمیسیون فشارونه راوستل کېږي
نیټه: Mon, 14 May 2018 10:05:05 +0000

 

اجرایه رییس وایي، د ځينو کسانو له لوري د ټاکنو پر کمیسیون فشارونه راوستل کېږي.
 د اجرایه رییس په وینا هېڅوک حق نه لري چې د ټاکنو کمیسیون خپلواکي تر پوښتنې لاندې راولي. 
عبدالله عبدالله نن د وزیرانو شورا په غونډه کې وویل، چې پر کاپیانو د سټيکرونو نښلول او همدا راز ټاکنې په حوزوي بڼه ترسره کول هغه فشارونه دي چې د ټاکنو پر کمیسیون راوستل کېږي. 
دده په خبره د ټاکنو کمیسیون څلورو کمیشنرانو د رایو په اکثریت سره تایید کړې، چې پر کاپيانو د سټیکرونو نښلول له تخنیکي او حقوقي اړخه سم نه دي.
 د عبدالله عبدالله په وینا د ټاکنو کمیسیون حق لري چې خپلې پرېکړې وکړي، نو دا چې د سټيکرونو نښلول غیر عملي کار دی، څوک حق نه لري چې د ټاکنو پر کمیسیون ناشونی او غیر عملي کار ومني. 
هغه ټینګار وکړ، چې د ټاکنو پر کمیسیون څوک د فشار راوړلو حق نه لري او دی به ددې کار اجازه ور نه کړي. 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته