پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

حيات الله حيات د ننګرهارلپاره والي وټاکل شو
نیټه: Mon, 14 May 2018 11:09:52 +0000


 
د هلمند والي حيات  الله  حيات د ننګرهار د نوي والي په توګه ټاکل شوى دى.
نوموړى په داسې حال کې د ننګرهار والي ټاکل شوى چې مخکني والي ګلاب منګل پرون د سيمه ييزو ارګانونو له لارې ولسمشر اشرف غني ته خپل استعفا ليک استولى و.
په کابل کې د ملي يووالي حکومت سرچينې وويل چې د سيمه ييزو ارګانونو په وړانديز د ولسمشر اشرف غني له خوا حيات الله حيات د ننګرهار د نوي والي په توګه ټاکل شوى دى.
سرچينې زياته کړې چې ډېر ژر به هغه د ننګرهار چارواکو او ولسونو ته معرفي شي خو سرچينې د هلمند د نوي والي په اړه څه نه دي ويلي.
د يادونې ده، حيات الله حيات تر اوسه د هلمند د والي په توګه دنده ترسره کوله او تر دې مخکې د ميدان وردګو د والي په توګه هم دنده ترسره کړې ده.
هغه د ننګرهار ولايت د خوږياڼو ولسوالۍ اوسېدونکى دى.

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته