پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

ولسي جرګه: له امریکا سره تړونونو افغانستان ته ګټه نه ده رسولې
نیټه: Mon, 14 May 2018 11:12:58 +0000

 

د ولسي جرګې غړو د نننۍ غونډې په امتیازي ساعت کې په هېواد کې د پراخو نا امنیو په اړه غبرګون ښودلی دی.
 د ولسي جرګې غړو وویل، چې د افغانستان په ډېری ولایتونو او ولسوالیو کې هره ورځ جګړې روانې دي او لسګونه افغان سرتېرو ته مرګ ژوبله اوړي.
 ددوی په خبره له دې ټولو روانو خونړیو جګړو سره سره د حکومت مشران په سطحي مسایلو لګیا دي او اصلي ستونزې ته متوجه نه دي.
 دوی وویل، چې د حکومت د بې کفایتۍ له امله هره ورځ افغانان د ویر پر ټغر کېني او ددې اړتیا ده، چې په ډېره جدي توګه د روان وضعیت د کابو کولو لپاره اقدام پيل شي.
 وکیلانو همدا راز وویل، روانو نا امنیو او جګړو ته په پام دا ثابته شوې چې له امریکا او نورو هېوادونو سره د افغانستان ستراتيژيک تړون هېڅ ګټه نه ده کړې او باید له سره کتنه ورباندې وشي. 
د ولسي جرګې مشر عبدالرووف ابراهیمي هم وویل، چې له دغه تړونونو د ګټه اخیستنې په برخه کې افغان حکومت ناکام دی.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته