پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

د امریکا سفارت پرانستنې پر ضد مظاهرو کې ۱۸ فلسطینیان وژل شوي
نیټه: Mon, 14 May 2018 12:25:10 +0000

 

ټاکل شوې ده چې امریکا په اسرائیل کې خپل سفارت نن دوشنبې رسماً له تل‌ابیب څخه بیت‎المقدس ته انتقال کړي.
بیت‎المقدس ته د امریکا د سفارت د انتقال په اړه د ولسمشر ډونالد ټرمپ پرېکړې اسرائیل خوښ کړی دی، خو د فلسطینیانو، د امریکا د متحدانو او یو شمېر نورو هېوادونو مخالفت او غصه‌يې پارولې ده.
 د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلۍ ۱۲۸ غړو هېوادونو بیت‎المقدس ته د امریکا د سفارت د انتقالولو په اړه او په دې اړه یې د امریکا د لسیزو بې طرفي ماته کړه د نړیوالو له مخالفت سره مخ شوه.
د فلسطیني چارواکو په وینا لږ تر لږه ۱۸ فلسطینیان په غزه کې اسراییلي ځواکونو لخوا وژل شوي دي.
ټاکل شوې ده لوړپوړي امریکايي چارواکي د ولسمشر ټرمپ د لور ایوانکا او خاوند یې جارېډ کوشنر په ګډون پکې برخه واخلي.
فلسطیني چارواکي وایي اسراییلي ځواکونو د یوه ۱۴ کلن هلک په ګډون لږ تر لږه ۱۰ مظاهره کوونکي ویشتلي.
په سلګونه نور فلسطینیان بیا د شپږو اونیو په موده کې د هغو مظاهرو په اوږدو کې ټپیان شوي چې دوی د سفارت د لېږدولومخالفت پیل کړې وې.
 دا هر څه د نړیوال قانون له مخې غیر قانوني دي، خو اسراییل دا نه مني.
په بیت المقدس کې د اسراییلو واک د نړیوالو لخوا په رسمیت نه پېژندل کېږي.
تر ۱۹۸۰ پورې ډېرو هېوادونو په بیت المقدس کې سفارتونه درلودل، خو کله چې اسراییلو قانون توشیح کړ او دا ښار یې خپله پلازمېنه وټاکله، ډیری هېوادونو خپل سفارتونه ترې وایستل.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ بیت المقدس تېر کال د امریکا د پلازمینې په توګه وپېژاند.
اروپایي ټولنې د پلازمېنې له انتقال سره کلک مخالفت څرګند کړی.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته