پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

منظور پشتین وايي د پاکستان حکومت یې پر وړاندې خنډونه جوړي
نیټه: Mon, 14 May 2018 13:24:39 +0000

 

پشتین چې په کراچي ښار کې یې زرګونو کسانو ته وینا کوله د پاکستان حکومت ته یې ګواښ وکړ که نیول شوی کسان یې راخوشي نه کړی په ټوله نړی کې به لاریونه پیل شي. 
ده وویل چې د پاکستان حکومت یې پر وړاندې خنډونه جوړ وي خو وايي خپل سوله ایزو غونډو ته به ادامه ورکړي.
د پښتون ‌‌ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین د کراچۍ غونډه کې د پاکستان پر حکومت غږ وکړ چې نیول شوي کسان تر سبا پورې خوشي کړي.
پښتین ګواښ وکړ چې که د دوی ملګري خوشي نه شي او یا نور کسان هم ونیسي، نو د مۍ پر ۱۵مه به د ده په خبره ټول پښتانه د نړۍ په هر ښار کې احتجاج وکړي.
په کراچۍ کې د پښتون ژغورنې غورځنګ غونډې ته په زرګونو کسان ورغلي ول چې د پښتنو ترڅنګ سندیان او بلوڅان هم ول او تر ماخوستنه د منظور ور رسېدو ته په تمه ول.
  دې له اسلام اباده تر کراچې ښار په ۴ ساعتونو کې ورسېد ځکه د ده په وینا د لارې په اوږدو کې امنیتي چارواکو څو څو ځلې درولی او ځنډولی یې دی.
پښتین ادعا وکړله، دولت ځکه د جلسې د ناکامولو لپاره ډېره هڅه وکړه چې هغه ډار چې په کراچۍ کې هره ورځ کېږي ختم نه شي
خو ده وویل، سوله ییزه مبارزه به دوام لري او ټول ظالمان به د عدالت منګولو ته وسپاري.
منظور پښتین د شنبې پر ورځ د اسلام اباد هوایي ډګر نه چې کراچۍ ته تلو هغه مهال بېرته ستون شو، چې د هوايي چلند شرکتونو ورته وویل، ټکټ یې کېنسل شوی دی.
منظور لاهور ته لاړ چې بله الوتکه کې کراچۍ ته لاړ شي، خو هلته هم د هوایي ډګر سره څېرمه پر یوه امنیتي چیک پوست تر هغې درول شوی و چې الوتکه ترې ولاړه. بیا په موټر کې د کراچۍ پر لور وخوځېدل.

ده د امن ژوند غوښتنه وکړه او د نورو وژنو ترڅنګ یې کراچۍ کې د نقیب الله مسود وژنه یو له هغو ظلمونو یاد کړ چې پوښتنه به یې کوي.
منظور پښتین د بلې ترسره کېدونکې غونډې لپاره له خلکو وغوښتل چې نر او ښځه پکې برخه واخلي او اسلام اباد ته لاړي شي.
په غونډه کې د ګڼو سندي ګډونوالو له ډلې یوه د درناوي په پار د منظور پښتین پر سره سندي خولۍ کېښوده، خو لږ شېبه وروسته منظور بېرته خپله سره خولۍ پر سر کړه چې "دا د ملنګۍ خولۍ ده."
د غونډې ګډونوالو د دې غوښتونکي ول چې غونډه وغځول شي او د پښتون ژغورنې غورځنګ مشران ویناوې واوري، خو دا چې غونډه د ورځې پر ځای په ساعتونو ځنډ ماخوستن پیل شوه، د پښتین له وینا وروسته پای ته ورسېده.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته