پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

فراه پر مرکز د طالبانو بریدونه په شا تمبول شوي
نیټه: Tue, 15 May 2018 09:51:23 +0000

 

د افغانستان د دفاع وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د فراه ولایت پر مرکز د وسله والو طالبانو بریدونه یې په شا تمبولي دي.
د دغه وزارت په اعلامیه کې ویل شوي، چې د افغانستان په لودیځ کې د ظفر قول اردو ځواکونو د طالبانو بریدونه په شا تمبولي او اوس دا ځواکونه د وسله والو طالبانو پر وړاندې خپلو عملیاتو ته ادامه ورکوي.
د افغانستان د جمهوري ریاست ویاند محمد هارون چخانسوري، د خپل ټویټر په پاڼه لیکلي، چې جمهور رئیس محمد اشرف غني د فراه ولایت د امنیتي وضعیت د ارزولو لپاره د سه شنبې د ورځې له غرمې وړاندې د دفاع په وزارت کې د افغان امنیتي ځواکونو د جنرالانو سره خبرې وکړي.
چخانسوري ویلي، چې جمهور رئیس غني د وسله والو طالبانو د بریدونو د تمبولو لپاره دغه ولایت ته د اضافي سرتیرو د استولو امر هم ورکړی دی.
تراوسه وسله والو طالبانو د افغانستان د دفاع وزارت د ادعا په اړه رسنیو ته غبرګون نه دی ښودلی.
دمخه طالبانو یو ویاند قاري محمد یوسف احمدي په یوه اعلامیه کې د فراه د ښار په دننه کې د یو شمیر دولتي ودانیو د نیولو ادعا کړې وه.
د طالبانو دغه ویاند ویلي وو، چې د فراه د ولایت د ملي امنیت دفتر او د دغه ښار درییمه حوزه یې نیولې ده.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته