پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

دقبایلواوسیدونکې:له افغانستان سره خپلې اقتصادی ستونزې حل کړي
نیټه: Tue, 15 May 2018 10:12:46 +0000

 

د قبایلي سیمو اوسېدونکو او سوداګرو د پاکستان له حکومت غوښتي، چې له افغانستان سره خپلې اقتصادی ستونزې حل کړي.
 د یادو سیمو اوسېدونکو او سوداګرو په یوه غونډه کې ویلي، چې پاکستانی حکومت دې له افغانستان سره سوداګریزې لارې پرانیزي او د سوداګرۍ په برخه کې دې ستونزې نه جوړوي. 
ددوی په خبره په دې وروستیو کې د سوداګرۍ په برخه کې د ستونزو جوړولو له امله سوداګرو ته میلیونونه ډالر زیان رسېدلی دی او باید دغه ستونزه رفع شي. 
دوی داسې مهال یادې څرګندونې کړې، چې افغان او پاکستاني حکومت په دې وروستیو ورځو کې د سوداګرۍ په برخه کې د ستونزو د له منځه وړلو سره یوې هوکړې ته رسېدلي دي

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته