پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

غزني کې افغان ځواکونواوطالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې
نیټه: Tue, 15 May 2018 10:20:39 +0000

 

سیمه‌ییز چارواکي وايي غزني ولایت په آب بند ولسوالۍ کې ۱۹ وسله‌والو طالبانو او ۳ افغان سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د والي ویاند محمد عارف نوري  وویل چې تېره شپه شااوخوا ۳ بجې وسله‌والو طالبانو د یادې ولسوالۍ په مرکز کې پر کمربندي امنیتي پوستو ډله‌يیز بریدونه کړي او افغان ځواکونو مخکې له مخکې کشفي معلومات ترې لرل چې د وسله‌والو طالبانو دغه بریدونه‌يې په شا تمبولې.
هغه وايي چې د یادو بریدونو پر مهال ۶ وسله‌وال طالبان وژل شوي او ۱۳ وسله‌وال طالبان او ۳ افغان سرتېري ټپیان شوي دي.
وسله‌والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته