پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

سالنګي: فراه ولایت له وسله والو څخه په بشپړ ډول پاک شوی
نیټه: Wed, 16 May 2018 09:51:07 +0000

 

د فراه والي وايي دغه ولایت په بشپړه توګه د وسله والو طالبانو له حضور پاک شوی دی. 
د فراه والي عبدالبصیر سالنګي وویل، چې په دغه ولایت کې تېره شپه تصفیوي عملیات روان وو او د ښار له ټولو برخو وسله وال طالبان پاک شوي دي.
 د هغه په وینا د تېرو ساعتونو په جګړو کې طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.
 سالنګي وايي په جګړه کې تر ۳۰۰ پورې وسله وال طالبان وژل شوي دي او د افغان ځواکونو ۲۵ سرتېري هم په دغه جګړه کې وژل شوي دي. 
هغه وايي چې اوس په فراه ښار کې وضعیت عادي دی او خلک تګ راتګ کوي. 
وسله وال طالبان بیا ادعا کوي چې په دغه جګړه کې یې افغان ځواکونو ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده. 
وړمه شپه ۲ بجې وسله والو طالبانو پر فراه برید وکړ او ددغه ولایت د سقوط هڅه یې وکړه، خو د افغان ځواکونو په مقاومت او همغږۍ دغه برید پر شا وتمبول شو.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته