پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

سیګار وايي امریکایي چارواکو او پنټاګون د افغان سرتېرو په اړه ناسم معلومات ورکړي
نیټه: Wed, 16 May 2018 12:39:30 +0000

د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا سرمفتش یا سیګار ویلي، په افغانستان کې مېشتو امریکایي چارواکو او پنټاګون د افغان سرتېرو د شمېر په اړه ناسم معلومات ورکړي وو. 
سیګار په یوه راپور کې ویلي چې دوی ته ویل شوي وو، چې د افغان ځواکونو شمېر ۲۹۶ زره کسانو ته رسېږي خو دقیقه شمېره ۳۱۳ زره کسان ده. 
ددې شمېرې له مخې د افغان ځواکونو شمېره هومره نه ده کمه شوې لکه د سیګار په مخکیني راپور کې چې ښودل شوې وه.
امریکایي قواوو د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانگړي مفتیش دفتر سیگار ته د افغان ملي دفاع او د امنیتي قواو د شمیرې په اړه ناسم معلومات ورکړي و.
دغه شمیره د سیگار د ٢٠١٨ کال د ٣٠ اپریل په رپورټ کې خپره شوي وه.
دا وروستی رپورټ ښیي چې د امریکا د دفاع د وزرات له اړخه سیگار ته په سپارل شوي معلوماتو کې یو ځلې بیا سهوه شویده.
د افغان ملي دفاع او امنیتي قواو نوی شمیره ٣١٣،٧٢٨ ده لیکن په افغانستان کې امریکایي قواو سیگار ته د جنورۍ په ٣١ نیټه د ٢٩٦،۴٠٩ شمیره ورکړي وه.
دغه سمه شمیره څرگندوي چې د افغان ملي دفاع او امنیتي ځواکونو په شمیرې کې کموالې راغلی دی خو هغومره ندی چې د ناسمې شمیرې له کبله یې اندازه شوي وه.
سیگار د افغان عسکرو شمیره د امریکا د دفاع د وزارت نه معلوموي او هیڅ ډول بله منبع نلري چې دغه شمیره ترینه تائید کړي.
سیگار څو ورځې مخکې ویلي وو چې د تیر کال په پرتله سږکال د افغان ځواکونو شمیر ١٠٪ راټیټ شوی دی.
سیګار همدا راز وايي، چې د افغانستان له ۴۰۷ ولسوالیو ۲۲۹ د حکومت په لاس کې دي، پر ۵۹ ولسوالیو طالبان حاکمیت لري او ۱۱۹ ولسوالۍ بیا داسې دي، چې طالب او حکومت دواړه پکې حضور لري. سیګار زیاتوي، په دې توګه نو ۱۴،۵ سلنه خاوره د طالبانو په لاس کې ده، ۵۶،۳ د حکومت په لاس کې او پر ۲۹،۲ سلنه خاوره کې بیا طالبان او حکومت دواړه حضور لري.

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته