پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

ننګرهاریان وروستیوبریدونواندیښمن کړي
نیټه: Tue, 22 May 2018 10:41:31 +0000

 

ننګرهارولایت کې د نوم ليکنې پر مرکزونو بريدونو د یاد ولایت اوسیدونکي اندېښمن کړي
 د ننګرهار ولايت اوسېدونکي او ولايتي شورا وايي، چې د ټاکنو د نوم ليکنې د مرکزونو ساتونکي پوليس د تلاشۍ او دندې پر مهال بېغوري کوي چې له امله يې امنيتي پېښې رامنځته کېږي.
بلخوا په دغه ولايت کې د ټاکنو کمېسيون هم د پوليسو له بېغورۍ شکایت کوي او وايي، دغه کار لامل شوی چې د نوم لیکنې لړۍ ټکنۍ کړي.
خو د ننګرهار امنيه قومانداني بيا يادې نيوکې پر ځای نه ګڼي او وايي، تر پخوا ساتونکو څار ډېر کړی او ياده ستونزه تر ډېره حل شوې ده.
د جلال اباد ښار د څلورمې ناحيې په مربوطاتو کې د ټاکنو په يو مرکز کې چاودنه، تر هغه مخکې په دويمه ناحيه کې د نوم ليکنې د مرکز د پوليسو وژل کېدل او تازه پرون سهار په ښېوې ولسوالۍ کې د ټاکنو په يو مرکز کې چاودنه هغه پېښې دي چې خلک يې د پوليسو بېغوري ګڼي.
مدني فعال ډاکتر شکرالله مشکور وايي، ډېر داسې مراکز يې ليدلي چې ساتونکي پوليس يې هېڅ د مرکز ساتلو ته پام نه کوي.
يو بل مدني فعال نعمت الله همدرد هم ورته شکايت لري او وايي، تر هغه وخته چې پوليس خپلو دندو کې جدي نه شي؛ نو د مراکزو امنيت خونديتوب به تر پوښتنو لاندې وي.
هغه له امنيه قوماندانۍ وغوښتل چې پر يادو پوليسو څار ډېر کړي او سرغړوونکي پوليس دې مجازات کړي.
د ننګرهار د ټاکنو کمېسيون مشر ذبيح الله وګړی هم وايي چې د پوليسو د همدې بېغورۍ له امله خلک په اسانۍ د نوم ليکنې مرکزونو ته زړه نه ښه کوي .
د نوموړي د معلوماتو له مخې، د نوم ليکنې د لړۍ له پيله تر اوسه په دغه ولايت کې شاوخوا ۱۳۴ زره کسانو ځانونه ثبت کړي، چې له ډلې يې له ۳۵ تر ٤٠ سلنه مېرمنې دي.
هغه خلکو ته ډاډ ورکړ، که هر پوليس د غفلت پر مهال ونيول شي، نو قانوني سزا به ورکړل شي او حتی د دندې ځای به يې تغيير شي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته