پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

چټک توپ اچوونکی دولت ځدراڼ ټپي اوله راتلونکوسیالیوپاتې شوی
نیټه: Sun, 27 May 2018 12:48:11 +0000

 

 د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې چټک توپ اچوونکی دولت ځدراڼ د هندوستان په تمریناتي کمپ کې ټپي شوی او له راتلونکو سیالیو پاتې شوی.
دولت ځدراڼ به د زنګون ټپونو له کبله اوس په راتلونکې جون میاشت کې د بنګله دېش خلاف پلان شویو مهمو ۳ شل اوریزه او د هند خلاف تاریخي ټیسټ سیالۍ کې ونه لوبیږي.
د افغانستان کرېکټ بورډ په خپله رسمي فیسبوک پاڼه کې ویلي، دولت ځدراڼ د تمرین پرمهال په زنګون ټپي شوی او ډاکټرانو ورته د یوې میاشتې ارام مشوره ورکړې ده.
د یادونې ده چې افغان کرېکټ بورډ تراوسه د دواړو بنګله دېش او هند خلاف سیالیو ته لوبډلې نه دي اعلان کړي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته