پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

دافغانستان به زندانونوکې دشکنجې کچه راټيټه شوې
نیټه: Wed, 06 Jun 2018 10:44:45 +0000

 

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وايي ددې هېواد په زندانونو کې د بندیانو د شکنجې کچه څه راټیټه شوې ده
د بشر حقونو د خپلواک کمېسیون لخوا په تازه خپور شوې راپور کې ویلي چې د بندیانو د شکنجې په کچه کې ۲۲  سلنه ټیټوالی راغلی .
د بشرحقونو کمیسیون ویلي چې تیر  کال د افغانستان په زندانونو کې د شکنجې ۷۹ پیښې ثبت شوي دي
 د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون په یو تازه ریپوټ کې ویلي، چې تیرکال د افغانستان په زندانونو کې د بندیانو د شکنجې کچه څه باندې ۲۲ فیصده راټیټه شوې ده.
د دغه کمیسیون مشرې سیما سمر د چهار شنبې په ورځ د ریپوټ د جزئیاتو د خپرولو پر مهال خبریالانو ته وویل، چې په ۱۳۹۶ کال کې افغانستان د شکنجې د مخنیوي لپاره د قانون جوړولو په برخه کې د پام وړ لاسته رواړنې درلودې.
سمر د شکنجې د مخنیوي د قانون او د جزا د کوډ تصویبېدل، د شکنجې د مخنیوي د کنوانسیون توشیح او د بشري حقونو د کمیسیون په مشرۍ د شکنجې د مخنیوي لپاره د ځانګړي کمیسیون جوړیدل، له شکنجې سره د مبارزې په برخه کې مهمې لاسته راوړنې یادې کړې.
خو سره له دې هم تیر لمریز کال د افغانستان په زندانونو کې د شکنجې ۷۹ پیښې ثبت شوي دي.
سیما ثمر زیاته کړه، چې د شکنجې په ۶۲ قضیو کې پولیسو، ۱۳ قضیو کې د ملي امنیت ریاست منسوبینو او ۴ قضیو کې ملي اردو لاس درلود.
د افغانستان د بشري حقونو شمیرې ښيي، چې په ۱۳۹۵ لمریز کال کې دغې ادارې د بندیانو د شکنجې ۱۰۲ قضیې ثبت کړي دي.
افغان حکومت تر اوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.
تیرکال د افغانستان د شفافیت د څار ادارې په زندانونو کې د شکنجې په اړه په خپل یو ریپوټ کې ویلي وو، چې د افغانستان زندانونه د آزادۍ د سلبولو پر ځای د شکنجې ورکولو او د عُقدو د جوړولو پر مرکزونو بدل شوي دي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته