پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

حکومت دحزب اسلامي ۲۶۹ نور بندیان خوشې کوي
نیټه: Wed, 06 Jun 2018 11:59:38 +0000

 

  د ولسمشر اشرف غني په مشرۍ د امنیت شورا په غونډه کې د سولې د موافقې له مخې د حزب اسلامي د ۲۶۹ بندیانو د خوشې کولو پریکړه وشوه.
له ارګ څخه په یوه رالیږل شوې خبرپاڼه کې راغلی چې د ملي امنیت شورا غونډه دولسمشر  محمداشرف غني په مشرۍ نن مازیګر په ارګ کې جوړه شوه.
سرچینې زیاته کړې، ملي امنیت شورا د تېرې ورځې  پېښې د قربانیانو  پاک روح ته دعا وکړه او دغه برید چې د دیني عالمانو په ناستې شوی و په کلکو ټکو وغندل شو او دا یې یو ستر جنایت او نه بښوونکی عمل وباله.
دغه تفاهم لیک په درې مادو او یویشت فقرو کې تنظیم شوی دی .
همدارنګه د ملي امنیت شورا غونډې د حزب اسلامي د ۲۶۹تنه محبوسینو د خوشي کولو جدول چې د اړوندو ارګانونو له خوا له هره اړخه څيړل شوی، تر بحث لاندې ونیو او د سولې د موافقت‌نامې سره سم د هغوی د خوشي کولو لپاره لازمه پرېکړه وشوه.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته