پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

د ننګرهار له محبس نه ۱۳۱ بندیان ازاد شول
نیټه: Wed, 06 Jun 2018 13:06:38 +0000


 
د استناف څارنوالۍ مسؤلین وايي د ولسمشر د حکم له مخې د۱۱۱تنو نورو بندیانو د بند موده راکمه شوي.
له کلونو بند تېرولو وروسته دا ډله بندیان د ننګرهار محبس له څلورو دیوالونو راووځي او په خوشحالۍ خپلو کورونو ته ستنیږي.
ننګرهار دولایتي اداري او استناف څارنوالۍ چارواکي وايي د ښځو او ماشومانو په ګډون ددې ۲۴۱بندیانو له ډلي د ولسمشر د۱۳۹۷کال دلومړۍ ګڼه فرمان له مخې چې د ثور د اتمې یاد مجاهدینو د بریا د ورځې په مناسبت يي صادرکړي ۱۳۱ تنه بندیان چې د بند موده يې ترپنځو کلونو رسیدلي له بنده ازاد شول او د۱۱۱تنو نورو دبند په موده کې کموالی راغلی چې دا فرمان تطبیق شواو دا ډله بندیان له بنده ازاد شول.
که څه هم ډېرکله د ځانګړو فرمانونو له مخې د بندیانو د خوشي کولو او د بند د مودي د کمولو په اړه له خلکو سره دااندېښنه وي چې ګني د عدلي او قضايي ارګانونو له لوري د مستحیقو بندیانو پرځای نور بندیان د دا ډول فرمانونو په تطبیق سره خوشي کېږي او یايي هم دبند موده کميږي خو داستناف څارنوالۍ ریس بیا دا خبرې په کلکه ردوي او وايي یواځي هغه بندیان له دې امتیازه برخمن شوي چې د ولسمشر فرمان يي په اړه صادرشوی وو.
 دامهال دننګرهار په محبس کې له دوه زرو زیات محبسین شته چې د بېلابېلو جرمنو په تور نيول شوي  او نږدي هرکال يې یو شمیر د دا ډول فرانونو له مخې یا له بنده ازاديږي اویايي هم د بند په موده کې کموالی راځي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته