پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

بادغیس کې افغان ځواکونو او اطالبانوته مرګ ژوبله اوښتی
نیټه: Wed, 06 Jun 2018 13:21:28 +0000

 

 په بادغیس ولایت کې ددملي اردو او طالبانو ترمینځ نښته کې پینځه افغان سرتیري او شپږ طالبان وژل شوي .
د بادغیس د ولایتي شورا مشرعبدالعزیز بېک وایي دغه نښته په قرچغي سیمه کې د ملي اردو په یوه پوسته د طالبانو د برید په مهال شوې ده.
په دې وروستیو کې طالبانو دافغانستان بیلابیلو سیمو کې دالخندق په نامه نوې جګړې پیل کړي او په افغان پوځ او پولیسو یې د خپلو بریدونو لړۍ چټک کړې ده.
دسیمې یو اوسیدونکي ویلي چې دڅلورو پوځیانو مړي‌او درې زخمیان یې پخپلو سترګو لیدلي دي.
له دې یوه ورځ وړاندې په جوزجان ولایت کې هم طالبانو په امنیتي سرتیرو بریدونه کړي وو چې پکې درې سرتیري وژل شوي.
افغان ولسمشر اشرف غني دمارچ په میاشت کې طالبانو ته د سولې وړاندیز کړی و او ویلي یې وو چې که چرې هغوې سولې ته حاضر شي نو د یو لړ نورو امتیازاتو ترڅنګ به ورته ټولټاکنو کې دبرخې اخستو شرایط هم برابر کړي.

خو طالبانو تر اوږد ځنډ وورسته افغان دولت ته د سولې د وړاندیز جواب په نا ورکړ او تیره میاشت یې اعلان وکړ چې ترهغې له جنګونو لاس نه اخلي ترڅو چې بهرني عسکر په بشپړ ډول دافغانستان څخه وتلي نه وي.

کابل د طالبانو دمرستې تور په اسلام اباد لګوي او وایي چې پاکستان نه غواړي افغانستان کې امن ټینګ شي خو پاکستان بیا وایي افغانستان کې امن ترهر چا زیات د پاکستان په ګټه دی او دناامنیو مسولیت پخپله افغان دولت دی.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته