پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

ولسمشرغني له طالبانوسره اور بند اعلان کړ
نیټه: Thu, 07 Jun 2018 08:41:28 +0000

 
ولسمشر اشرف غني د روژې د مبارکې مياشتې له ٢٧مې نېټې څخه د کوچني اختر تر پنځمې نېټې پورې په ټول هېواد کې اور بند اعلان کړ.
ولسمشر اشرف غني دغه اعلان نن د غبرګولي په ١٧مه،د ارګ له فيسبوک پاڼې څخه په ژوندۍ بڼه خپور شوي پيغام کې وکړ.
هغه لومړى ټولو هېوادوالو ته سلامونه او نيکې وړاندې کړې او ددوى د عبادتونو د قبلېدو دعا يې کړې ده.
ولسمشر غني وويل، د روانې اوونۍ د دوشنبې په ورځ د هېواد له ګوټ ګوټ څخه دیني عالمان کابل کې راټول شوي وو او د يوې لويې درې زره کسيزې غونډې په ترڅ کې يې په هېواد کې ځانمرګي بريدونه او چاودنې ناروا وبلل.
ولسمشر غني پر خپل فېس‌بوک پاڼه لیکلي چې د اوربند اعلان‌یې په کابل کې د دیني علماوو د وورستۍ غونډې نه په ملاتړ کړی دی.
 ولسمشر غني په دغه بیان کې ټولو امنتیي او دفاعي ځواکونو ته امر کړی چې په دغې موده کې د وسله‌والو طالبانو په وړاندې عملیات ودروي، خو د داعش او القاعده او نورو نړیوالو ترورېستي شبکو په وړاندې خپلو عملیاتو ته ادامه ورکړي.
په افغانستان کې د روانې ۱۷ کلنې جګړې له پیل نه تر دا مهاله دا لومړی ځل دی چې یو افغان ولسمشر له وسله‌والو طالبانو سره موقتي اوربند اعلانوي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته