پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

ننګرهار کې دپولیسوپه یوه رینجرموټر چاودنه شوې
نیټه: Thu, 07 Jun 2018 08:50:32 +0000

 

د ننګرهار ولايت د بهسودو او چپرهار ولسوالۍ دیوه ښوونځي مخ ته دوو چاودنو کې دوه پوليس او درې ملکي وګړي ټپيان شوي دي.

د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي وويل چې چاودنه نن سهار شاوخوا ۸ نيمې بجې د بهسودو ولسوالۍ بې نګاه سيمه کې د پوليسو پر رېنجر موټر د سړک غاړې ماين چاودنه شوې ده.
هغه زياته کړه، چاودنه د دره نور ولسوالۍ د پوليسو پر رېنجر موټر شوې چې له امله يې د پوليسو يو افسر او يو سرتېرى ټپيان شوي دي.
نوموړی وايي، په چاودنه کې رېنجر موټر هم يو څه تخريب شوی؛ خو د سيمې خلکو ته يې کوم زيان او مرګ ژوبله نه ده اړولې.
يو عيني شاهد ويلي، چاودنه هغه مهال وشوه چې د پوليسو رېنجر موټر له سيمې د تېرېدو په حال کې و.
د يو بل خبر له مخې، نن سهار چپرهار ولسوالۍ د تريلي ډاک اړوند د فتح اباد په سيمه کې د اتفاق ښوونځي مخې ته پر له پسې دوه چاودنې وشوې.
د والي وياند عطاء الله خوږياڼى وايي چې ددې چاودنو له امله درې ملکي وګړي ټپيان شوي دي.
د هغه په وينا، ټپيان د درملنې په موخه د جلال اباد حوزوي روغتون ته لېږدول شوي.
د ښوونځي زده کوونکي دوه ورځې وړاندې د اوړي له امله د درې مياشتو لپاره رخصت شوي دي
د يادو چاودنو مسووليت تر اوسه چا نه دى منلى .

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته