پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

پکتیکا کې پنځه پوليس وژل شوي
نیټه: Thu, 07 Jun 2018 11:20:36 +0000


 
د پکتيکا په جاني خېلو ولسوالۍ کې د طالبانو د بريد له امله پنځه پوليس وژل شوي او درې نور ټپيان دي.
د اړوندې موضوع په اړه د جاني خېلو ولسوالۍ يوې امنيتي سرچيني د نوم له خپرولو پرته وويل چې تېره شپه وسله والو طالبانو د هستي سيمې پر پوستې ډله ييز بريد کړى دى.
هغه وايي چې په دې بريد کې پنځه پوليس او دوه طالبان وژل شوي او درې پوليس او دوه طالبان ټپيان شوي دي.
دغه راز د مرکز ښرنې د ملکي روغتون يوې باوري سرچينې هم  وويل چې تېره شپه شاوخوا ١١ بجې له يادې پېښې څخه دوى ته د پنځو پوليسو مړي او درې پوليس په ټپي حالت کې انتقال شوي دي.
 خو د پکتيکا امنيې قوماندانۍ بيا د يادې پېښې په اړه بې خبري وښوده.
وسله وال طالبان هم دغه پېښه تاييدوي او وايي چي په برید کې پنځه سیمه ییز پولیس وژل شوي او درې نورټپیان دي
 .

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته