پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

د ننګرهار دیني عالمان د ولسمشر له لورې د اوربند ملاتړي دي
نیټه: Thu, 07 Jun 2018 12:42:46 +0000


 
دوی له وسله والو طالبانو غواړي چې ددې اوربند وروسته دې د تل لپاره له جګړي لاس واخلي. 
ولسمشر وسله وال فوځ ته دروژي د۲۷ د اختر تر پنځمي په وسله والوطالبانو دبریدونو دریدلو امر کړې. 
وروسته له هغې چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني د یو ویډيوی پېغام له لارې د وسله والو طالبانو په مقابل کې یو طرفه اوربند اعلان وکړ او افغان وسله وال فوځ ته يې سپارښتنه وکړه چې د روژي دمیاشتي د۲۷ نیټي څخه  د اختر پنځمې ورځې پوري په وسله والو طالبانو خپل بریدونه وځنډوي. 
دلته په ننګرهار کې دیني عالمانو د ولسمشر ددې يو طرفه اوربند هرکلی وکړاوله وسله والو طالبانو يې هم وغوښتل چې پدې ورځو کې دې له جګړې لاس واخلي او د اوربند په برخه کې دې دافغان ولسمشر اشرف غني لار تعقیب کړي. 
دیني عالمان له وسله والو طالبانو غواړي چې د روژي په دې میاشت کې دې په افغان ولس زړه وسوځوي او دخپل وسله وال فعالیته دې لاس واخلي. 
دیني عالمان هيله مند دي چې وسله وال طالبان به د ولسمشر د یو طرفه اوربند سره د تل لپاره له جګړي لاس واخلي او د سولي له پروسي سره به یوځای شي.
دوی له وسله والو طالبانو غواړي چې نور د جګړي پرځای د حکومت سره یوځای د هیواد په ابادۍ کې  برخه واخلي. 
افغان حکومت دوسله والو طالبانو سره دیو طرفه اوربند اعلان په داسې حال کوي چې د تیري سه شنبي په ورځ په کابل کې له دوه زرو ډېرو دیني عالمانو په یوه غونډه کې په افغانستان روانه جګړه او ځانمرګي بریدونه حرام وبلل.
 ولسمشر په دې ویډيوي پېغام کې یوځل بیا په وسله والو طالبانو د سولې غږ وکړ.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته