پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

په هسکه مینې کې د جګړو له امله سلګونه کورنې بې ځایه شوي دي
نیټه: Thu, 07 Jun 2018 12:47:34 +0000

 

د ننګرهار په هسکه مینې ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو د عملیاتو له امله  سلګونه کورنۍ د خپلو کورنو پریښودو ته اړه شوي دي.
بې ځایه شوي کډوال وايي چې کورونه یې د افغان ځواکونو او وسله والو مخالفینو په مرمیو لګیدلي دي .
 دوی وايي سمدستې د سرپناه لپاره ورسره څه نشته د حکومت څخه د مرستو غوښتنه کوي.
د ننګرهار هسکې مېنې ولسوالۍ کې ګډو افغان او بهرنيو ځواکونو د وسله والو مخالفینو  د ځپلو په موخه عمليات پيل کړي، چې له امله يې سلګونه کورنۍ کډه شوې دي. 
چارواکي وايي، ياد عمليات شاوخوا شل ورځې وړاندې پيل شوي او تر اوسه په کې ګڼو وسله والو ته مرګ ژوبله هم اوښتې ده؛ خو يو شمېر ملکي وګړي هم په کې وژل شوي دي. 
د دغو عملياتو له سيمې اوسمهال د پچيراګام او هسکې مېنې ولسواليو شاوخوا ۵۰۰ کورنۍ د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شوي او يوازې يې خپل سرونه امن سيمو ته ويستي دي
بې ځايه شوي خلک وايي، هم د وسله والو په مرميو لږېدل او هم به د امنيتي ځواکونو د هوايي او ځمکنيو بريدونو ښکار ګرځېدل. 
په همدې حال کې د هسکې مېنې ولسوال رضوان الله بشرمل هم مني، چې په دغه ولسوالۍ کې د عملياتو له امله شاوخوا ۵۰۰ کورنۍ بې ځايه شوي؛ خو د کډوالۍ بهير لا هم روان دی.
هغه مني، چې د امنيتي ځواکونو د عملياتو او وسله والو د ماينونو او بريدونو په نتيجه کې شاوخوا ۹ ملکيان وژل شوي؛ خو وايي، که ځايي خلکو د دوی خبره منلی وی او پر وخت له خپلو کورونو راوتلی وی؛ نو د دغو پېښو شاهد به نه وی. 
د ننګرهار والي حيات الله حيات هم مني چې هسکه مېنه کې د عملياتو له امله يو شمېر کورنۍ کډه شوي؛ خو وايي ورته کره شمېر معلوم نه دی
د نوموړي په وينا په د پېښو پر وړاندې د چمتوالې ادارې او کډوالو چارو رياست ته يې لارښوونه کړې، چې د يادو کورنيو برسي وکړي او ورسره عاجلې مرستې ترسره کړي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته