پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

د فريدون مومند پر کور ډلیزبريد شوې
نیټه: Fri, 08 Jun 2018 12:58:21 +0000

 

د ننگرهار ولایت  څلورمی ناحیی اړوند سیمه کي د ولسی جرګې د یو غړی فریدون مومند پر میلمستون ډلیز وسلوال برید شوی دی.  
د امنیتي چارواکو په ونیا چي پدی  برید کی دری تنه  وژل شوي او پینځه نور ټپیان دي.
د ننګرهار د سیمیز روغتون مسولین  هم وايي چي د ننني پيښي ورته دری مړي او پینځه  ټپیان وروړل شوي دي.   
د ننګرهار ولایت امنیتی چارواکي وايي چي  د وسلوالو په یو ډلیز بریدکی دري تنه  وژل شوی  او پینځه نور ټپيان شوي  دي 
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي وویل چې څو تنو بریدګرو غوښتل د ولسي جرګې د غړي فریدون مومند پر میلمستون ډلیز برید وکړ چي لومړی برید ګر د پولیسو په ډزو کي وژل شوي او بل بریدګر د مقاومت په پایل کي د عامه نظم یو سرتیری وژل  شوي دی  
خو ګیاني  وايي  چي پدی برید کي تراسه پوری  دری تنه  وژل شوي  او پینځه نور ټپیان شوي دي 
د خوګیاڼي په وینا یو بریدګر وژل شوی او یو یا دوه بریدګرپه سیمه کې نادرکه دي چې لټون پسې روان دی.
د معلوماتو له مخې په دغه کور کې اوس د فریدون مومند کورنۍ نه اوسېږي، بلکې د مومندو شورا دفتر په کې فعال دی.
ددي  برید مسولیت ترواسه پوری کومي ډلی پرغاړه ندی اخستي 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته