پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

حصارک ولسوالۍ کې دبهرنیانوپه ګډون ۱۵ وسله ول وژل شوي
نیټه: Fri, 08 Jun 2018 13:01:06 +0000

 

د ننګرهار چارواکي وايي، تېره شپه په حصارک ولسوالۍ کې د بهرنیو په ګډون ۱۵ وسله‎وال وژل شوي دي.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي  وویل چې دا وسله‎وال د ملي امنیت د ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوي دي.
 خوګیاڼي زیاته کړه چې دا عملیات په سیمه کې هغه مهال وشول چې وسله‎وال د حصارک ولسوالۍ پر ودانۍ او شاوخوا پوستو د برید لپاره په سیمه کې راټول شوي وو.
وسلوالو طالبانو تراوسه پدی اړه څه ندي  ویلي 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته