پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

سیګار:افغان دولت د فساد ضد تګلارې پلې کولووړتیا نه لري
نیټه: Fri, 08 Jun 2018 13:03:42 +0000

 

د افغانستان پر بیا رغونه د امریکا د څار اداره یا سیګار وایي، افغان دولت د فساد د مخنیوي لپاره د خپلې ستراتیژۍ پلې کولو بشپړه وړتیا نه لري، او په دې برخه کې نیمګړتیاوې شتون لري.
سیګار همدا رنګه زیاتوي چې د فساد د ختمولو لپاره د افغان دولت د اوږدمهال ژمنتیا په اړه هم پوښتنې شته.
سیګار دغه څرګندونې په خپل هغه پلټونکي رپوټ کې کړي چې د امریکا کانګرس په غوښتنه چمتو شوی.
رپوټ وایي، په دې ستراتیژۍ کې د افغان دولت پنځلسو وزارتونو ته ډېر پام شوی، خو د تر ټولو لوی، یعنی د دفاع وزارت رول پکې ناڅرګند دی.
سیګار وایي، د فساد پر ضد د افغان دولت په ستراتیژۍ کې ۶۶ اساسي موخې په ګوته شوي، خو په دې برخه کې د پرمختګ د ارزونې لپاره مناسب مېکانیزم نشته.
په رپوټ کې سپارښتنه شوې چې افغان دولت باید د هغو کسانو امنیت خوندي کړي چې د فساد قضیې افشا کوي او اصلاحات رامنځته کوي، او خپلو هغو مامورینو پر ضد هم باید اقدام وکړي چې اصول تر پښو لاندې کوي.
سیګار وایي، افغان دولت د فساد مخنیوي برخه کې پنځو ننګونو سره مخ دی
سیګار وایي، افغان دولت دا مهال د فساد د مخنیوي په برخه کې له پنځو لویو ننګونو سره مخ دی.
لومړۍ دا چې د فساد د مخنیوي لپاره رامنځته شوې ادارې کافي اندازه امکانات، وړتیا او امنیت نه لري.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته