پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

طالبانو هم د اختر په درېيو ورځو کې اوربند اعلان کړ
نیټه:

 

 وسله والو طالبانو هم د راتلونکي نېکمرغه کوچني اختر په لومړيو درېيو ورځو کې د جګړې نه کولو اعلان کړی، خو ويلي يې دي چې د بهرنيو ځواکونو پر ضد به جګړه دوام لري.
طالبانو دغه اعلان وروسته له هغه وکړ چې څو ورځې مخکې ولسمشر اشرف غني د روژې مبارکې مياشتې له ٢٧مې د اختر تر پنځمې نېټې پورې له طالبانو سره د اوربند اعلان وکړ.
د دوی د يوه وياند ذبيح الله مجاهد له خوا په رالېـږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، د دې لپاره چې د اختر په نېکمرغه شپو ورځو کې هېوادوال په ډاډ سره د اختر لمونځ او نور مراسم ترسره کړي، طالبانو يو شمېر پرېکړې کړې دي.
طالبانو خپلو ټولو وسله والو ته سپارښتنه کړې چې د کوچني اختر په لومړۍ، دويمه او درېيمه ورځو کې دې په ټول هېواد کې د داخلي مخالفينو پر ضد تعرضي عمليات ودروي، خو که پر طالبانو تعرض وشي، کلکه دفاع دې کوي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې بهرني ځواکونه له پورته حکم څخه مستثنى دي، د هغوی پر وړاندې دې طالبان خپل عمليات جاري وساتي.
طالبانو د نظامي کمېسيون مسوولین او د ولایاتو خپلو واليانو ته سپارښتنه کړې چې په خپلو اړوندو بنديخانو کې هغه بنديان تشخيص کړي او په اړه دې يې د مشرتابه مقام ته معلومات ورکړي، کوم چې په راتلونکي کې د مخالفينو په صف کې د نه درېدو تضمین او د طالبانو پر ضد د فعاليت نه کولو ژمنه کولی شي، څو يې له زندان څخه د خلاصون په اړه مشرتابه تصميم ونيسي.
دغه راز طالبانو خپلو مسوولينو ته ويلي چې د اختر په شپو ورځو کې دې له بنديانو سره ښه سلوک وکړي او ورته اسانتياوې برابرې کړي.
په خبرپاڼه کې طالبانو ته سپارښتنه شوې چې د عام ولس په غونډو کې دې ګډون نه کوي؛ ځکه چې هلته د بمباريو وېره وي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته