پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

کندوزپه قلعه ذال ولسوالۍ کې ۲۴ سیمه ییز پولیس وژل شوي
نیټه: Sat, 09 Jun 2018 09:47:05 +0000


 
د کندوز په قلعه ذال ولسوالۍ کې د طالبانو د بريد له امله ٢٤ سيمه ييز پوليس وژل شوي دي.
د کندوز د ولايتي شورا غړي امين الله ايدين نن شنبه وويل چې تېره شپه وسله والو طالبانو د قلعه ذال ولسوالۍ په کلوخ تېپه سيمه کې د سيمه ييزو پوليسو پر پوستو بريدونه کړي دي.
هغه وايي چې په دغو بريدونو کې ٢٤ سيمه ييز پوليس وژل شوي او وسلې او مهمات يې طالبانو له ځان سره وړي دي.
خو بل لور ته د کندوز د والي وياند نعمت الله تيموري وويل چې په دغه بريد کې ٢٠ سيمه ييز پوليسو او پاڅونوالو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
ده وويل چې په وژل شوو کې د دې ولسوالۍ د سيمه ييزو پوليسو د قوماندان نبي ګيچي ورور حميد ګيچي هم شامل دى.
د تيموري د معلوماتو له مخې، په ياده جګړه کې ٨ طالبان وژل شوي، نهه ټپيان دي او يو ټانګ يې هم له منځه تللى دى.
نوموړى وايي چې دا مهال په سيمه کې وضعيت ښه دى او امنيتي ځواکونه ور رسېدلي دي.
دوسله والوطالبانو وياند ذبيح الله مجاهد په خپله ټويټرپاڼه کې ليکلي چې طالبانو تېره شپه د کندوز په قلعه ذال ولسوالۍ کې شپږ پوستې نيولې دي.
هغه وايي چې د دې پوستو د نيولو پر مهال ٢٥ امنيتي سرتېري وژل شوي، يو موټر ويجاړ شوى، اووه موټرسايکل، يو زيکو یک، يو هاوان، دوه پيکا، يو راکټ، ١٣ ميله کلاشينکوفونه او ځينې نورې وسلې او مهمات طالبانو ترلاسه کړي دي.

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته