پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

ولسمشرغني نن سهار چين ته په دوه ورځیني سفر روان شوی
نیټه: Sat, 09 Jun 2018 09:56:58 +0000

 

ولسمشرۍ ماڼي وايي  محمد اشرف غني د یو عالي رتبه دولتي پلاوي په مشرۍ د شنبې په ورځ د شانګهای د غړو هیوادونو په اتلسمه کلنۍ غونډه کې د ګډون لپاره له کابل څخه چین ته په یو دوه ورځیني سفر روان شوی دی.
د افغانستان جمهوري ریاست په یوه اعلامیه کې، ویلي، چې جمهوررئیس غني به په دغه سفر کې د شانګهای د همکاریو سازمان په سرمشریزه کې د ګډون او وینا تر څنګ د دغه سازمان د غړو هېوادونو له يو شمېر مشرانو او چارواکو سره هم لیده کاته وکړي.
د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند صبغت الله احمدي ویلي چې جمهور رئیس محمد اشرف غني سره په دې سفر کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني هم ملګرتیا کوي.
په چین کې د شانګهای د غړو هیوادونو دوه ورځینۍ سرمشریزه د دغې ټولنې د غړو هیوادونو اتلسمه کلنۍ غونډه ده.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته