پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

عبدالله د اوبو او انرژۍ د وزیر له برطرفۍ سره مخالفت وکړ
نیټه: Sun, 10 Jun 2018 10:22:40 +0000

 

د اوبو او انرژۍ وزير علي احمد عثماني د ولسمشر حکم خلاف ،د ډاکټر عبدالله په امر خپلې دندې ته دوام ورکړ او نن يې د وزارت په مقام کې ،د دايکندي لپاره د سولري برښنا ۱۵ ميليون ډالري تړون لاسليک کړ. ولسمشر غني پرون سهار د یوه فرمان په صادرولو د اوبو او برېښنا وزیر علي احمد عثماني له دندې ګوښه کړ، خو ډاکټر عبدالله عبدالله وویل، چې هغه به خپلو چارو ته ادامه ورکوي.
 نوموړي د اجرایه رییس له څرګندونو وروسته نن په دغه وزارت کې د رسنیو پر وړاندې د یوې پروژې هوکړه لاسلیک کړه. عثماني په دغه کنفرانس کې وویل، د خدمت فرصت ورته برابر شوی دی نو له همدې امله هڅه کوي چې د پروژو په پرانیستې سره په هېواد کې د خدمت جوګه شي.
 د ولسمشر او علي احمد عثماني ترمنځ اختلافونه له ډېرو مودو راهیسې روان دي.
 دا لومړنی چارواکی نه دی، چې د ولسمشر فرمان نه مني، بلکې تر دې وړاندې ګڼو والیانو، مرستیالان او د ځينو ادارو رییسانو هم د ولسمشر فرمان نه دی منلی او د فرمان پر خلاف یې خپلو دندو ته ادامه ورکړې ده.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته