پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

ننګرهاریانو د افغان حکومت او طالبا نوترمنځ د اوربند ملاتړ وکړ
نیټه: Sun, 10 Jun 2018 11:03:14 +0000


  
دوسله والو پخوانی قومندان له طالبانو غواړي چې د نړیوالو ځواکونو د وتلو لپاره دې دري ورځني اوربند په دري میاشتني بدل کړي. 
بل خوا د افغان وسله وال پوځ سرتیري خوښ دی او وايي چې کوچنی اختر به له خپلې کورنۍ سره یوځای تیروي. 
 تاج ولي چې د افغان ځواکونو  په لیکو کې دنده لري د افغان حکومت اوطالب وسله والو ترمنځ  دې لنډمهاله اوربند ته ځکه خوشحاله دی چې له اته میاشتنۍ مسافري وروسته د  جګړو پرته اختر له کورنۍ او بچیو سره یوځای تیروي. 
دطالبانو له لیکو رابېل  او د سولې له پروسې سره یوځای شوی پخوانی طالب قومندان فریدون حنفي هم د حکومت او طالبانو ترمنځ لنډ مهاله اوربند ته خوښ دی.
دی وايي په هېواد کې د بهرنیو ځواکونو د پاتې کیدو یواځينۍ پلمه روانه جګړه ده نو له همدې کبله له طالبانو غواړي چې دا دري ورځنی اوربند دې په دري میاشتني اوربند بدل کړي چې بهرنیو ځواکونو ته په هیواد کې دپاتي کېدو دا  پلمه هم له منځه لاړه شي .
عام خلک په دې باور دي چې د حکومت او وسله والو ترمنځ دجګړي دوام دولس په خیر ندی اوهېڅ  لاسته راوړنه نه لري.
 دوی  د دواړو لوروترمنځ دلنډمهاله اوربند وروسته تلپاتې سولې ته هېله مند دي او له حکومت او طالبانو غواړې چې له همدې فرصت نه دې په استفادي  د هېواد په داخل کې د سولې خپل منځې خبرې پېل کړي ترڅو یو پایلي ته ورسیږي.

 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته