پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

ولسمشرغني د چین له جمهورریس شي جینګ پينګ سره وکتل
نیټه: Sun, 10 Jun 2018 13:01:29 +0000

 

ولسمشر غني وايي که د سیمې هېوادونه د افغانستان په ثبات کې مرسته وکړي نو د ټولو هېوادونو په امنیت کې ښه والی راتلای شي.
ولسمشر غني دا څرګندونې په چین کې د شانکهاي سازمان په اتلسمه غونډه کې وکړي او ددې سازمان د غړو هېوادونو څخه یې غوښتنه وکړه چې د افغانستان په ثبات او سوله کې د تل په څېر مرستې وکړي.
ولسمشر غني وویل چې له وسله والو طالبانو سره د سیاسي مذاکراتو له لارې د سولې خبرو ته تیار دی
افغان ولسمشر وايي، د سیمې هېوادونه له افغانستان سره د ثبات په راوستو کې په مرسته د ټولې سیمې له امنیت سره مرسته کولی شي. 
ولسمشر غني یکشنبه د شانګهای د همکاریو سازمان په غونډه کې د خبرو پر مهال وویل، افغانستان په داسې یوه سیمه کې پروت دی، چې ثبات یې د ټولې سیمې له ثبات سره مرسته کوي او په دغه هېواد کې نا امني د ټولې سیمې د ناامنۍ سبب ګرځي.
 هغه د شانګهای سازمان له غړو هېوادونو وغوښتل چې د افغانستان په ثبات او سوله کې د تل په څېر مرستې وکړي او په دې توګه د ټولې سیمې امنیت او ثبات ته لار هواره کړي. 
نوموړي د سیمې له هېوادونو، ایران، هند، چین، ازبکستان، تاجکستان، قرغزستان، ترکمنستان او نورو هېوادونو مننه وکړه، چې تل یې په بېلابیلو برخو کې له افغانستان سره مرسته کړې ده.
 ولسمشر وویل، افغان حکومت غواړي چې افغانستان د سیمې د هېوادونو د اتصال په محور بدل شي او د سیمې هېوادونه پخپلو همکاریو کولی شي افغانان دغه هدف ته ورسوي. 
هغه یو ځل بیا ټینګار وکړ چې له وسله والو طالبانو سره د سیاسي مذاکراتو له لارې د سولې خبرو ته تیار دی او په وینا یې ټوله هڅه یې دا ده، چې په افغانستان کې روانه جګړه پای ته ورسول شي.
 ولسمشر غني همدا راز د سیمې له هېوادونو وغوښتل چې په افغانستان کې پانګونې ته زړه ښه کړي او د سترو پروژو د پلي کولو له لارې دلته اقتصادي پرمختګ رامنځ ته کړي.
 نوموړي په ۲۰۱۹ کال کې د ولسمشریزو ټاکنو او په روان کال کې د ولسي جرګې د ټاکنو پر ترسره کولو یو ځل بیا هم ټینګار وکړ.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته