پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

دهرات په ۶ ولسوالیوکې دشپي لخوا مخابراتي شبکې کارنه کوي
نیټه: Sun, 10 Jun 2018 13:11:22 +0000

 

د هرات په شپږو ولسوالیو کې د مخابراتي انتونه دشپي لخوا د وسله والو مخالفینو ګواښونو له امله تړل کیږي
د مخابراتو اداري مسؤلین وآيي په تیرو دریو کال کې له ۶۰ زیات مخابراتي سایتونه سوځول شوي او دوه تنه ساتوونکي یې وژل شوي دي. 
په همدې حال کې د هرات سیمه ایزې اداري مسؤلین بیا د مخابراتي شرکتونو پر وړاندې د وسله والو مخالفینو ګواښونه مني.
وسله وال طالبان د هرات په کرخ، چشت ، اوبه ، پشتون زرغون ، شینډنډ او ادرسکن ولسوالیو کې مخابراتي انتونه ویجاړوي.
په همدې موخه د مخابراتو خصوصي شرکتونه دشپې لخوا د انتونو دستګاوې بندوي ترڅو د وسله والو له ګواښ څخه خوندې پاتي شي. 
بلخوا د اترا اداري مسؤلین وايي وسله وال طالبان دشپې لخوا پر مخابراتي سایټونو حملې کوي او ځینې وخت ورته اور ور اچوي.
ددې مسؤلینو پر وینا داسې شکایتونه هم ورته ورغلي چې طالبانو د سیایټونو څخه تخنیکي وسایل هم له ځانه سره وړي دي .
اوسمهال سل سلنه د هرات ولایت اوسیدونکي مخابراتي خدماتو ته لاسرسي نه لري. 
د ولایتي شورا غړي بیا ددې ولایت په ځینو ولسوالیو کې دشپې لخوا د مخابراتي شبکو د بندیدو په اړه اندیښنه ښايي او وايي سیمه ایزه اداره باید د مخابراتو اداري ته اجازه ورنه کړي خپل سایټونه دشپې لخوا بند کړي. 
د سیمه ایزې اداري مسؤلین وايي چې په هېواد کې د نا امنیو له امله دشپې لخوا مخابراتي شبکي ځینې ځایونو کې قطع کیږي خو وايي چې هڅې یې پیل کړی چې د مخابراتي شبکو امنیت وساتي . 
ویل کیږي چې په هرات ولایت کې ۵۰۰ انتونه ددې ولایت خلکو خدمات وړاندي کوي خو دا لومړی ځل نه دی چې په دې ولایت کې د مخابراتي شبکو پر وړاندې د ګواښونو خبره کیږي . 

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته