پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

د ننګرهار پر پوهنې رياست ډله ييز بريدپای ته رسیدلې
نیټه: Mon, 11 Jun 2018 07:55:58 +0000

 
د ننګرهار ولايت په مرکز جلال اباد ښار کې د پوهنې پر رياست ډله ييز بريد شوى دى.
د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي نن دو شنبه وويل چې دا بريد نن تر غرمې مخکې په شاوخوا لسو بجو د ښار ددويمې ناحيې اړونده د پوهنې  پر رياست شوى دى.
هغه زياته کړه، لومړى يوه بريدګر ځانته چاودنه ورکړه او دوو نورو له امنيتي ځواکونو سره جګړه پيل کړه چې په لږه شېبه کې دواړه ووژل شول.
دده په خبره یوپولیس او ۱۴ تنه عام خلک هم زخمیان شوي دي .
د ننګرهار ولایت د عامې روغتیا رئیس ډاکټر نجیب الله کاموال هم ویلي د برید له ځایه د دغه ریاست روغتون ته لس ټپیان ور وړل شوي دي.
نوموړی وايي، امنیتي ځواکونو هغه موټر چې له چاودېدونکو توکو څخه ډک وو هم خنثی کړی او درنې او سپکې وسلې یې د امنیتي ځواکونو لاسته ورغلې .
دیوبل خبرله مخې د دې ولایت د چپرهار ولسوالۍ په میرزادین سیمه کې د خلکو په یوه مېله کې چاودنه شوې.
خوګیاڼی وايي چې دا چاودنه نن دوشنبه سهار شااوخوا ۹ بجې رامنځته شوې چې له امله‎یې ۱۲ تنه ټپیان شوي دي.
دخوګیاڼی په وینا ټپیان روغتون ته انتقال شوي او د ټپیانو روغتیايي حالت ښه دی.
تر اوسه د دې دواړو پېښو مسؤلیت کومې وسله‎والې ډلې نه‎دی منلی.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته