پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

کندز په قلعه‌ زال کې ۱۵ امنيتي سرتېري وژل شوي
نیټه: Mon, 11 Jun 2018 08:13:32 +0000

 

د کندز ولایت سیمه‌ییز چارواکي وايي چې د قلعه‌زال ولسوالۍ د اق‌تپې په سیمه کې د وسله‌والو مخالفينو په یوه برید کې د ملي اردو او ملي پولیسو ۱۵ سرتېري وژل شوي.
د قلعه زال امنيه قوماندان څارمن صفدر حيدري نن دوشنبه وويل چې تېره شپه وسله والو طالبانو د دې ولسوالۍ د اق تېپې سيمې پر پوستې ډله ييز بريد کړى دى.
هغه وايي چې په دې بريد کې ١٥ امنيتي سرتېري وژل شوي چې پنځه يې د ملي اردو سرتېري او پاتې نور يې پوليس دي.
هغه وايي چې په دې نښته کې وسله‌والو مخالفينو ته هم مرګ ژوبله اوښتې، خو دقیق ارقام نه‌دي معلوم.
دغه راز د کندوز د ولايتي شورا غړي امين الله ايدين هم ياده پېښه او مرګ ژوبله تاييد کړه او ويې ويل چې طالبانو له دې سيمې څخه د امنيتي ځواکونو دوه ټانکونه هم بيولي دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
 د وسله‌والو مخالفينو ویاند ذبیح‌الله مجاهد د برید پخلی کوي او وایي چې د افغان ځواکونو ۱۸ سرتېري په‌کې وژل شوي او یوه پوسته‌یې هم سقوط کړې ده او دوه عرادې ټانکونه او یوه اندازه وسله هم د دوی لاس ته ورغلې ده.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته