پښتو | English
ebound Live Stream
تازه خبر:

عبدالله عبدالله: د سلیقوي مسایلو له امله دې وزیران نه سپکېږي
نیټه: Mon, 11 Jun 2018 09:57:47 +0000

 

اجرایه رییس ډاکټر عبدالله  نن د وزیرانو شورا په غونډه کې د خبرو پر مهال وویل، د وزیرانو لرې کول د قانون له مخې د ولسمشر حق دی، خو دا په دې مانا نه ده، چې له کوم دلیل پرته دې وزیران له دندو ګوښه شي. 

نوموړي ویلي د حکومتي اصولو له مخې هغه کسان چې کار کوي باید وهڅول شي نه دا چې د شخصي او سلیقوي مسایلو له امله دې چارواکي سپک او له دندو ګوښه کړل شي.
 سره له دې چې هغه په دې غونډه د کوم وزیر نوم وا نه خیست چې ګواکي سپک کړل شوی دی، خو اشاره یې  د اوبو او برېښنا وزیرته وه. 
هغه دوه ورځې وړاندې د ولسمشر له لوري له دندې ګوښه کړل شو، خو عبدالله عبدالله ورته د دندې د ادامې امر وکړ او پرون یې په دغه وزارت کې د یوې پروژې هوکړه هم لاسلیک کړه. 
ډاکټر عبدالله عبدالله همدا راز د وزیرانو شورا په نننۍ غونډه کې د علماوو شورا له وروستۍ پرېکړې هر کلی وکړ او په وینا یې دوی د سولې لپاره د هر اخیستل کېدونکي ګام هرکلی کوي.

 

په فیسبوک کې شیر کول

بېرته شاته